مېرکل: هېڅ دلیل نه‌شته چې افغان پناه غوښتونکي دې له جرمني ونه‌ايستل شي

د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل وايي چې د جرمني حکومت نور هېڅ دلیل نه‌ويني چې افغان پناه غوښتونکي دې د امنیتي لاملونو پر اساس له جرمني ونه‌ايستل شي.

جرمني وروسته له هغه افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو د ايستلو لړۍ ودروله چې یو کال مخکې په کابل کې د جرمني سفارت ته نږدې بمي برید وشو او دغه سفارت په‌کې نيم تخريب شو.

د جرمني حکومت په تېر سپټمبر مياشت کې یو شمېر افغان پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته ستانه کړل چې په‌کې د جرايمو سابقه لرونکي او هغه چې نه‌یې غوښتل خپل اصلي هويت څرګند کړي، هم شامل وو.

مېرکل د خپل هېواد پارلمان ته د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۶» وويل چې د بهرنيو چارو وزارت د يوه راپور له مخې په کابل کې د دې هېواد سفارت بېرته عادي فعالیت پيل کړی دی.

افغانان له تر ټولو لويو ډلو څخه وو چې د ۲۰۱۵ میلادي او ۲۰۱۶ میلادي کال پر مهال‌يې جرمني ته پناه وړې وه.