پسرلی: د ناامنۍ له امله افغانستان کې څوک پانګونې ته زړه نه ښه کوي

صیام‌الدین پسرلی

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونه وايي، سره له‎دې چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې کورني او بهرني پانګه‎وال پانګونې ته لېوالتیا لري، خو د ناامنۍ له امله دلته پانګې اچونې ته زړه نه ښه کوي.

د دې خونې ویاند صیام‌الدین پسرلي نن پنجشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۷» ازادي راډيو ته وویل چې د افغان پانګه‎والو تر څنګ ایراني، ترکي، چینايي، هندوستاني او پاکستاني پانګه‎وال هم علاقه لري چې د معدن، کرنې او انرژۍ په صنعت کې پانګونه وکړي، خو د ده په وینا په‎دې هېواد کې ناامني، اختطاف او انتحاري حملې د دوی د پانګونې مخه نیولې ده.

ښاغلی پسرلی وايي، په هېواد کې د امنیت د نه‌موجودیت له امله درې نړیوال نندارتونونه چې ټاکل شوې وه، په افغانستان کې جوړ شي لغوه شول.

دی له امنیتي ارګانونو غواړي چې د پانګه‎والو د امنیت ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.