د هرات چارواکي وایي چې د دې ولایت په زندجان ولسوالۍ کې د یوه جومات ملا وسلهوالو طالبانو په ډزو وژلی دی.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد رسنیو ته ویلي چې مولوي عبدالسلام تېره شپه د لمانځه له ادا کولو وروسته خپل کورته تللی و چې وسلهوالو وواژه.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
په یوه بله پېښه کې تېره ورځ ناوخته د خوست د اسماعیلخېلو او مندوزیو ولسوالۍ د للمې کلي د جومات پر لمونځ کوونکو نامعلومو وسلهوالو برید کړی چې څلور کسان پهکې وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د خوست د والي ویاند طالب منګل ازادي راډیو ته وویل چې وژل شوي او ټپیان ټول ملکي وګړي دي او حکومتي دندې نهلري.
طالب منګل وویل چې تر اوسه د بریدګرو هدف نهدی څرګند شوی، خو د پېښې په اړه د کشفي ادارو لهخوا په سیمه کې پلټنې پیل شوې دي.
تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې د برید مسؤلیت نهدی منلی.