ناټو: طالبان به د سوله‌ییزو خبرو اترو له لارې ډېر څه ترلاسه کړي

د ناټو سرمنشي وایي، طالبان باید درک کړي چې د جګړې تر دوام به د سوله‎ییزو خبرو اترو له لارې ډېر څه ترلاسه کړي.

ینس سټولټنبرګ پرون چهارشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۶» په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو تر غونډې دمخه یوې خبري ناستې ته وویل چې د افغان ځواکونو په ملاتړ سره غواړي د افغانستان د ستونزو سوله‎ییزې حل‎لارې ته زمینه برابره کړي.

نوموړی وايي:

"دا چې ولې ناټو د افغان پوځ او امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي، دلیل‌یې دا دی جې موږ باید وتوانېږو طالبانو ته قناعت ورکړو چې دوی جګړه نه‎شي ګټلی او له همدې کبله باید د مذاکراتو لپاره شرایط رامنځته شي. طالبان باید درک کړي چې دوی تر جګړې د سوله‎ییزو مذاکراتو له لارې ډېر څه ترلاسه کولای شي."

د ناټو سرمنشي دغه‌راز د افغان ځواکونو د پرمختګونو ستاینه وکړه او زیاته‌یې کړه، وسله‎والو طالبانو ته‌یې دا موقع نه‎ده ورکړې چې د ولایتونو پر مرکزونو کنټرول ولري.

سټولټنبرګ دغه‌راز تمه وښوده چې افغانستان د اصلاحاتو، د فساد پر وړاندې مبارزې او د ډموکراتیکو بنسټونو په پیاوړتیا کې خپلې ژمنې په سمه توګه سر ته ورسوي.

تمه ده چې د ناټو د ۲۹ غړو هېوادونو دفاع وزیران او د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې د غړو هېوادونو دفاع وزیران د جمعې په ورځ د جون په اتمه د افغانستان په اړه بحث وکړي.