د کابل پوهنتون پخوانی استاد سید خلیل‌الله هاشمیان ومړ

په کابل پوهنتون کې د ادبیاتو د څانګې پخوانی استاد سید خلیل‌الله هاشمیان د ورپېښې ناروغۍ له کبله ومړ.

ډاکتر هاشمیان پرون چهارشنبه سهار په امریکا کې ساه ورکړه.

نوموړي په جلاوطنۍ کې د افغانستان هېندارې مجلې په تأسیس سره د زرګونه جلا وطنو افغانانو هیلې منعکسې کړې.

ډاکتر هاشمیان یو پیاوړی افغان لیکوال و چې با ارزښته اثار یې پرېښودل.

ازادي راډیو د استاد هاشمیان مړینه د افغانستان د فرهنګي ټولنې لپاره یوه ستره ضایعه بولي.