د قرغزستان ولسمشر واک ته تر رسېدو راهیسې په لومړي ځل چین ته رسمي سفر کوي.
د قرغزستان د ولسمشرۍ ماڼۍ پر وېبپاڼه راغلي چې سورنبای جینبکف به د چین له ولسمشر شي جین پېنګ سره وګوري او د سیاسي، سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په اړه به خبرې ورسره وکړي.
چینایي چارواکو تېره اوونۍ ویلي وو چې روانه اوونۍ تمه ده د روسیې، قزاقستان او ایران ولسمشران هم د شانګهای د همکاریو سازمان په سرمشریزه کې تر ګډون دمخه پیکېنګ ته ولاړ شي.
دغه سرمشریزه د جون په ۹مه او ۱۰مه په ختیځ ښار کینګداو کې تر سره کېږي.
چین، روسیه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان د ۲۰۰۰ کلونو په لومړیو کې دغه سازمان تأسیس کړ.
هند او پاکستان په ۲۰۱۷ کال کې ورسره یوځای شول او ایران هم لهدې سازمان سره د یوځای کېدو هیله ښودلې وه.