خوست کې پر یوه جومات برید ۴ لمونځ کوونکي وژلي او ۳یې ټپیان کړي

د خوست ولایت چارواکي وايي چې پرون د چهارشنبې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۶» ​ورځې مازدیګر د اسماعیل‌خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د للمې کلي د جومات پر لمونځ کوونکو نامعلومو وسله‌والو برید کړی چې څلور کسان په‌کې وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د خوست د والي ویاند طالب منګل ازادي راډیو ته وویل چې وژل شوي او ټپیان ټول ملکي وګړي دي او حکومتي دندې نه‎لري.

طالب منګل وویل چې تر اوسه د بریدګرو هدف نه‎دی څرګند شوی، خو د پېښې په اړه د کشفي ادارو له‎خوا په سیمه کې پلټنې پیل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د یادې ولسوالۍ د سلیم کلي د نوم‎لیکنې د مرکز پر ساتونکو هم وسله‎والو برید کړی وو چې د یاد مرکز دوه تنه ساتونکي په‎کې وژل شوي وو.

تر اوسه کومې وسله‎والې ډلې د برید مسؤلیت نه‎دی منلی.