رادمنش: د ناټو په نننۍ غونډه کې پر دوو موضوعاتو بحث کېږي

د افغانستان دفاع وزارت د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزيرانو غونډې ته خوشبین دی چې د ملي اردو له ځواکونو سره به د ملاتړ د دوام ژمنې وشي.

د ناټو دفاع وزیران نن پنجشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۷» د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې په خپل مرکزي دفتر کې دوه ورځنۍ غونډه پیلوي چې افغانستان به‌یې د سبا جمعې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۸» د غونډې د اجنډا په سر کې وي.

د دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست بريد جنرال محمد رادمنش ازادي راډيو ته وويل، په نننۍ غونډه کې پر دوو موضوعاتو بحث کېږي:

"د افغانستان د ملي اردو د ملاتړ او د سولې په اړه هم پر ځينو مسايلو هلته بحث کېږي."

په بروکسل کې د سبا جمعې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۸» د ورځې په غونډه کې به د ناټو د ۲۹ غړو پر دفاع وزیرانو سربېره د ناټو د غوڅ ملاتړ په مأموریت کې د نورو شریکانو د دفاع وزیران هم ګډون وکړي.

د افغانستان دفاع وزير طارق‌شاه بهرامي هم په‎دې غونډه کې برخه اخلي.