په ننګرهار کې د هاوان د يوې مرمۍ په چاودنه کې د يوې کورنۍ دوه غړي وژل شوي او ٤ ماشومان ټپيان شوي دي.
د والي وياند عطاالله خوګياڼي تېره شپه ازادي راډيو ته وويل:
"د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ په ډاګو سيمه کې د چهارشنبې د ماسپښين درې نيمې بجې په يوه کور کې د هاوان يوه ناچاوده مرمۍ چاودلې چې يوه مېرمن او د هغې خاوند يې وژلي، د هغوى څلور اولادونه ټپيان شوي دي."
د والي وياند وايي، د ټپي شویو ماشومانو عمرونه د ١٠ او ١٦ کلونو ترمنځ دي.
دى وايي، د هاوان دغه مرمۍ د وسلهوالو مخالفینو د خپلمنځي جګړې پر مهال پر دغه کور پرېوتې وه چې د کورنۍ غړي ورباندې خبر نهوو.