د فساد په وړاندې د مبارزې لپاره د افغانستان پر هڅو د سیګار راپور!

په افغانستان کې د امريکا پر مرستو د څار اداره يا «سيګار» وایي، د افغانستان حکومت د اداري فساد ضد ستراتېژي عملي کول او نور اصلاحات پیل کړي، خو د وړتیا په اړه‌یې چې ایا هغه به وکولای شي دغه ستراتېژي په بشپړ ډول تطبیق او د فساد په وړاندې د مبارزې د دوامداره ژمنو ډاډ ورکړي، شکونه په خپل حال پاتې دي.

د اداري فساد په وړاندې د مبارزې لپاره د افغان حکومت پر هڅو د سیګار دغه څېړنيز راپور چې پرون چهارشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۶» یې خپور کړی، د امريکا متحده ايالاتو د کانګرس په غوښتنه د ٢٠١٧ میلادي کال د بودجې د منظورۍ د لايحې پر اساس ترتيب شوى دى.

په دغه څېړنيز راپور کې چې ٨٠ مخونه لري ويل شوي چې د اداري فساد په وړاندې د مبارزې لپاره د افغان حکومت ستراتېژي پر ١٥ وزارتونو متمرکزه ده، خو د یوه لوی دفاع وزارت رول په‎کې ناڅرګند دی.