په قزاقستان کې د مننژیت ناروغۍ ۱۳ تنه مړه کړي

د قزاقستان په جنوبي سیمو کې د مننژیت ناروغۍ د خورېدو له کبله په وروستیو میاشتو کې ۱۳ تنه مړه شوي دي.

دا څرګندونې د قزاقستان د روغتیا وزارت چارواکو نن کړې دي.

د دغه وزارت په وینا په الماتي او قزیل اورده ښارونو کې ۵۹ تنه چې ۲۱یې تر ۱۴ کلونو کم عمرونه لري، په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

د دې ناروغۍ وروستی قرباني یو ۱۷ کلن ځوان وو چې پرون ومړ.

مننژیت یوه جدي ناروغي ده چې د ملا د تیر او مغز پر شااوخوا د التهاب په رامنځته کېدو پیلېږي.