فوټبال شورا: قطر د فوټبال نړيوال جام د ويتو کولو حق لري

جاني اینفانټینو

د فوټبال نړیواله شورا وايي، قطر د ۴۸ هېوادونو ترمنځ د فوټبال نړيوال جام د ويتو کولو حق لري.

د دغې شورا مشر جاني اینفانټینو په‌ خپلې وروستۍ مرکه کې ویلي، د فوټبال نړیوال جام کې د لوبډلو د زیاتولو له طرحې ملاتړ کوي، خو قطر له مخکې لاسلیک کړي تړون له مخې حق لري چې په‌ خپل کوربه‎توب نړیوال جام کې د لوبډلو د زیاتولو دا وړاندیز رد او ویتو کړي.

د فیفا مشر ویلي، فوټبال نړیوال جام سیالیو ته د نورو ۱۶ لوبډلو اضافه کول په‌ دې معنی دي چې قطر نورو لوبغالو، هوټلونو او نور ټرانسپورت ته اړتیا لري چې د قطر حکومت ته په یوازې ځان پوښتنې پيدا کولای شي.

۸ کاله مخکې خلیجو هېوادونو قطر ته د ۲۰۲۲ کال فوټبال نړیوال جام سیالیو کوربه‎توب ورکړ چې د فساد له تورونو سره سره قطر د فوټبال نړیوال جام سیالیو له‌‎پاره خپلې تیارۍ روانې ساتلې دي.