د کندهار په شاه ولي‌کوټ او میوند کې ۱۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي

د کندهار چارواکي وايي، د دې ولایت په شاه ولي‌کوټ او ميوند ولسواليو کې د افغان ځواکونو د عملياتو پر مهال ۱۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

چارواکي وایي، تېره ورځ‌يې د کندهار په شمالي ولسوالۍ شاه ولي‌کوټ کې د وسله‌والو طالبانو د راټولېدنې پر يوه مرکز بريد کړی چې په‌کې ۱۳ وسله‌وال وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان دي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند څارن ضیا دراني نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې دا عمليات ملي او سيمه‌ییزو پوليسو د شاه ولي‌کوټ ولسوالۍ د شېلې نيکه په سیمه کې د کشفي معلوماتو پر بنياد ترسره کړي دي.

دراني وویل په عملياتو کې پوليسو او د سيمې اوسېدونکو ته زيان نه‌دی اوښتی، خو د وسله‌والو لسګونه کړۍ ماينونه د امنیتي ځواکونو له لوري خنثی شوي دي.

ضیا درانی

نوموړي زیاته کړه:

"وسله‌والو ترهګرو د دغه ځایه تحرکات کول او د امنیتي ځواکونو پر پوستو يې بریدونه کول، پولیسو وار تر مخه کړ او عملیات‌يې تر سره کړل. په دغو عملیاتو کې ۱۳ وسله‌وال وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي."

بل‌خوا په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو منسوبين د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د ۷ وسله‌والو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

د ياد قول اردو له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي اردو ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې عمليات ترسره کړي چې پر مهال‌یې دوه وسله‌وال وژل شوي او پنځه نور ژوبل شوي دي.

وسله‌والو طالبانو په کندهار کې د امنيتي ځواکونو د ترسره شویو عملياتو په اړه تر اوسه تبصره نه‌ده کړې.

راپور: صادق رښتینی