د پاکستان یوه خبریاله د انسان تښتوونکو له منګولو خوشې شوه

د پاکستان یوه خبریاله او د بشري حقونو فعاله ګل بخاري نن چهارشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۶» د انسان تښتوونکو له منګولو خوشې شوه.

ګل بخاري په پوځ او په سیاست کې د پوځیانو د مداخلو په اړه تل انتقادونه کول.

هغه پرون یوه ټلوېزیوني پروګرام ته په لاره نامعلومو کسانو وتښتوله.

مېرمن بخاري د بریتانیا تابعیت هم لري او د پخواني صدراعظم نواز شریف پلوۍ ده.

نواز شریف هم په پوځ باندې انتقادونه کړي دي.

د مېرمن بخاري تر تښتول کېدو یوه ورځ مخکې د پاکستان د پوځ مطبوعاتي مسؤلینو په یوه خبري کنفرانس کې ګواښ وکړ، هغه کسان چې په پوځ انتقاد کوي تر څار لاندې دي.