د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو په کابل کې د دیني عالمانو د ناستې او د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه مطالب خپاره کړي دي.
- سرخط
د سرخط ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي چې د افغانستان دښمانانو په تېرو څلورو لسیزو کې هڅه کړې، څو د هغه عالمانو غږ د تل لپاره چوپ کړي چې د ملي ګټو په تړاو پورته کېږي.
په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې په تېرې یوې نیمې لسیزه کې ډېری هغه عالمان چې د جګړې په نسبتیې سولې ته ترجېح ورکوله، د طالبانو له لوري وژل شوي دي.
د سرمقاله لیکونکي په خبره طالبان یوازې خپل اعمال اسلامي ګڼي او هغوی چې په دین کې پوهه لري غواړي لهمنځهیې یوسي.
د مقالې په دوام کې لیکل شوي چې د طالبانو اصلي دښمنان دیني عالمان دي ځکه چې دیني عالمان کولای شي، د طالبانو کړنې وغندي او د اسلام په اړه خلکو ته واقعي لارښوونې وکړي.
- ماندګار
د ماندګار ورځپانې هم په خپلې سرمقاله کې ویلي چې کابل کې د دیني عالمانو ناسته یو تاریخي اقدام وو.
ورځپاڼه وايي چې طالبانو دغې ناستې ته غبرګون وښود او هغهیې د امریکا له لوري ترسره شوې نمایشي ناسته وبلله، خو افغان ولسمشر ترې هرکلی وکړ.
وړاندې په سرمقاله کې د طالبانو د اعلامیې پر اساس دا ډول ناستې له اسلام سره په ټکر کې بلل شوي دي.
ورځپاڼې د افغانستان د مشرانو جرګې د غړو له قوله د جنګ پر ضد د شااوخوا دوه زره عالمانو فتوا یو تاریخي اقدام بللی دی.
وړاندې په مطلب کې د ناټو چارواکو له قوله هم ویل شوي چې د افغانستان دښمنان هڅه کوي چې د افغانانو د سولې غږ چوپ کړي، خو د ناټو قاطع مأموریت له افغانانو سره پر خپلې همکارۍ ټینګار کړی دی.
- هېواد
د هېواد دولتي ورځپانې هم پهدې اړه سرمقاله خپره کړې او پهکې راغلي چې د دیني عالمانو تازه فتوا د طالبانو رهبري به سولې ته وهڅوي.
ورځپاڼې لیکي چې یاده فتوا په روان جنګ هم مثبت اغېز کولای شي او د سولې عالي شورا هیله ښیي چې د عالمانو له لوري د جګړې ناروا بلل به د دې لامل شي چې سولې ته د طالبانو د رهبرۍ شورا لېوالتیا ډېره شي.
- ویسا
د ویسا ورځپانې بیا د امنیتي وضعیت په اړه په خپلې سرمقاله کې د ازادي راډیو د هغه راپور خبره راخیستې چې د کابل ګارنېزیون نهشي کولای د امنیتي وضعیت په اړه خلکو ته ډاډ ورکړي.
په سرمقاله کې وړاندې د ګارنېزیون د قوماندان له قوله ویل شوي چې وسلهوالو مخالفینو د جګړې په لیکو کې ماته خوړلې، نو ځکهیې ښارونو ته مخه کړې ده.
په سرمقاله کې وړاندې د پوځي چارو د کارپوه عتیقالله امرخېل هغه تحلیل ته اشاره شوې چې په افغانستان کې جګړه چریکې ده او په کاملاً توګه بریا او ناکامي نهلري.
وړاندې د ښاغلي امرخېل له قوله ویل شوي چې طالبان غواړي په ښارونو کې د حملو په ترسره کولو سره خپل زور افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو ته وښيي.