په روسیه کې بندي اوکرایني فلم جوړونکی به په زوره خوړو ته مجبور شي

اوکراینی فلم جوړونکی، اولیح سینسوف به چې په روسیه کې زنداني دی او غذايي اعتصاب‌یې کړی، نن په زوره خوراک ته مجبور شي.

د اولیح سینسوف وکیل، پرون وویل چې له هغه سره تر کتنې وروسته‌یې دا څرګندونې کړې دي.

تر دې کتنې مخکې، اولیح د معاینې لپاره روغتون ته هم بیول شوی و او ډاکترانو ویلي چې روغتیايي وضعیت‌یې د قناعت وړ دی.

د هغه وکیل د ازادې اروپا/ ازادي راډیو روسي برخې ته ویلي چې اولیح لږ تر لږه اته کیلو وزن بایللی او که‌یې روغتیايي وضعیت خراب شي، د هغه د بدن ارګانونه، لکه بډوډي له فعالیته لوېدلائ شي.

د دې وکیل په وینا، که چېرې د غذايي اعتصاب له امله، د هغه صحت خراب شي، ډاکتران به مبجور وي چې په زوره هغه خوراک ته اړ کړي.

اولیح سینسوف په ۲۰۱۴ میېادي کال کې یې د روسیې له لوري د کریمیا ټاپو وزمې د اشغال پر ضد دریځ غوره کړی و او د روسیې له دې کار سره‌يې مخالفت کړی و.

دا فلم جوړونکی د ترورېستي فعالیتونو په جرم په ۲۰ کاله زندان محکوم دی.

خو هغه پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او د بشري حقونو یو شمېر څارونکې ادارې وايي چې هغه د سیاسي دلایلو له مخې زنداني شوی دی.

د اولیح سینسوف برخلیک د روسیې د جمهور رئيس، ولادیمیر پوتین پر ضد په نړیواله کچه انتقادونه وپارول او تر ۵۰ زیاتو هنرمندانو او لیکوالانو له پوتینه غوښتنه وکړه چې اولیح خوشې کړي.

اولیح سینسوف له درېیو اوونیو راهیسې په غذايي اعتصاب کې دی او د هغو ۴۶ اوکراینیانو د خوشې کېدو غوښتنه‌یې کړې چې د ده په باور سیاسي زندانیان دي.

هغه د ځان د خوشې کېدو غوښتنه نه‌ده کړې.