د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د دیني عالمانو پر پرونۍ غونډه انتحاري حمله غندلې ده.
د دې وزارت په خبرپاڼه کې چې پرون د جون په ۴مه خپره شوه، ویل شوي چې پر ملکي وګړو او هغو دیني عالمانو چې په افغانستان سولې ته کار کوي، حملې د ترورېستانو غیر بشري اړخ او له اسلامي اصولو سره چې هغوی يې د دفاع ادعا کوي، د هغوی د عمل تناقص څرګندوي.
امریکا ویلي چې د افغانستان له حکومت او امنیتي ځواکونو سره ولاړه ده او په دې هېواد کې د ډموکراسۍ، سولې او ثبات د تأمین لپاره د دیني عالمانو د هرې هڅې ملاتړ کوي.
په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ مأموریت هم د دیني عالمانو د فتوا ملاتړ کړی او د ملګرو ملتونو سازمان په ورته غبرګون کې ویلي چې داسې حملې باید د افغانانو د سولهیيزې راتلونکې لپاره هڅې متأثره نهکړي.
دعامې روغتیا وزارت ویاند ویلي چې په پرونۍ حمله کې اووه تنه وژل شوي او دوه ویشت تنه زخمیان شوي دي.
د حملې مسئولیت د داعش وسلهوالو اخیستی دی.