په فراه کې د ملي اردو پنځه سرتېري له طالبانو سره یوځای شوي

د فراه د پشت رود ولسوال، غوث‌الدین وايي چې د افغانستان د ملي اردو پنځه عسکر بېګا، دوشنبه له یوه هاموې ټانک او خپلو وسلو سره وسله‌والو طالبانو ته وراوښتي دي.

ښاغلي غوث‌الدین نن د ازادي راډیو خبریال ته په فراه کې وویل چې ابتدايي څېړنو څرګنده کړې چې دې کسانو له پخوا له وسله‌والو طالبانو سره ارتباط درلود.

د هغه په وینا، دا عسکر د هرات د شینډنډ ولسوالۍ اوسېدونکي وو او له خپل قوماندان سره تر لفظي شخړې وروسته، طالبانو ته ورغلي دي.

ذبیح‌الله مجاهد چې ځان د وسله‌والو طالبانو ویاند معرفي کوي، دا خبر تأیید کړی دی.