د کندز مدني فعالان: د انتخاباتو په بهیر کې پراخ فساد شتون لري

د کندز مدني فعالان وايي، د رأی ورکوونکو د نوم‌لیکنې او د تذکرو د وېش په بهیر کې پراخ فساد او جعل دوی د راتلونکو ټاکنو د شفافیت په اړه اندېښمن کړي دي.

په کندز کې د میدیوتیک ټولنیز او رسنیز مرکز د رأی ورکوونکو د نوم‌لیکنې او د تذکرو د وېشلو د بهیر په اړه یوه مطبوعاتي کنفرانس ته په دغه ولایت کې د «فیفا» استازي ظاهر مصلح وویل که چېرې دغه ستونزو ته رسیدګي ونه‌شي راتلونکې ټاکنې به د منلو نه‌وي.

نوموړي زیاته کړه:

"کوم نظارت چې موږ کړی د نوم‌لیکنې په یو زیات شمېر مرکزونو کې درغلي او تقلب جریان لري، د بېلګې په توګه یو نفر د ۱۰ یا د ۲۰ نفرو یوازې عکسونه او معلومات راوړي او تذکرې اخلي همدارنګه یو کس د بل کس تذکره راوړي پرې سټیکر نښلوي، همدا شان لسګونه نور موارد هم په دغه بهیر کې موجود دي."

له دې سره سم په کندز کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ولایتي دفتر چارواکي او د دې ولایت د احصائیې ادارې چارواکي د مدني فعالانو دغه ادعاوې بې‌اساسه بولي، خو ټینګار کوي چې دوی په دې اړه خپلې پلټنې کوي.