د اردن صدراعظم حاني ملکي نن دوشنبه استعفا وکړه

د اردن صدراعظم حاني ملکي د هغو مظاهرو په نتیجه کې نن دوشنبه استعفا وکړه چې له څو ورځو راهیسې په دې هېواد کې د اقتصادي او د مالیو د زیاتوالي د سختو اقداماتو پرضد پیل شوې دي.

د راپورونو له مخې، د اردن پاچا دوهم عبدالله له عمر الرزازچې د ملکي په کابینه کې د پوهنې وزیر او د نړیوال بانک پخوانی اقتصادپوه دی څخه غوښتي چې نوی حکومت جوړ کړي.

دغه اقدام یوه ورځ وروسته له هغې کېږي چې شااوخوا درې زره کسان د امنیتي ځواکونو له خبرداري سره سره په عمان کې د صدراعظم د دفتر په مخکې د اعتراض په توګه را ټول شوي وو او د هغه د استعفا غوښتنه یې کوله.