- نيويارک ټايمز
نيويارک ټايمز ورځپاڼې په کابل کې د دوشنبې د ورځې د ځانمرګي بريد په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.
ورځپاڼې مقاله په دې عنوان پیل کړې چې يوه حمله کوونکي ديني عالمان هدف وګرځول چې د تاوتريخوالي د کمولو لپاره سره راټول شوي وو.
په کابل کې د لويې جرګې په خیمه کې شااوخوا دوه زره ديني عالمان راټول شول او د يوې فتوا په صادرولو سرهیې په افغانستان کې ځانمرګي بريدونه حرام وبلل.
خو یو ساعت وروسته يوه ځانمرګي بریدګر په ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي دغې غونډې ته نږدې وچاودول چې په نتيجه کې يې د نيويارک ټايمز په وينا ۱۲ کسان ووژل شول.
- واشنګټن پوسټ
بلې امریکايي واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم په کابل کې د دوشنبې پېښې ته کتلي دي.
ورځپاڼې پهدې عنوان يوه مقاله خپره کړې ده، ځانمرګي بريدګر هغه افغان ديني عالمان په نخښه کړل چې د تاوتريخوالي کمولو په خاطر راټول شوي وو.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په مقاله کې د وژل شویو شمېر ۱۴ کسانو ته پورته شوی دی.
د پوليسو له قوله ويل شوي چې اووه قربانيان ديني عالمان وو چې د افغانستان له بېلابېلو برخو دغې غونډې ته ورغلي وو.
د مقالې لیکوال ويلي، د حملې پر مهال ډېری ګډونوال د غونډې له ځایه تللي وو.
په مقاله کې د یوه افغان سرتېري عکس هم خپور شوی چې تر حملې وروسته د پېښې ځای ته رسېدلی دی.
تر اوسه هېڅ یوې وسلهوالې ډلې د دې حملې مسؤليت نهدی منلی.
- ټايم
ټايم ورځپاڼې هم پر همدې موضوع مقاله خپره کړې ده.
پهدې مقاله کې راغلي چې د افغانستان ديني عالمانو د دوشنبې په ورځ وويل چې په دغه هېواد کې روانه جګړه مشروع نهده او هېڅ شرعي جواز نهلري.
وروسته په مقاله کې راغلي چې ديني عالمانو همداراز له طالبانو غوښتي چې د افغان حکومت د قید او شرط پرته د سولې وړانديز ته دې ځواب ووايي.
خو طالبانو پرته لهدې چې د افغان حکومت د سولې دغه وړانديز ته مثبت ځواب ووايي، د روان کال په اپرېل مياشت کې د الخندق په نوم پسرلني عملیات پيل کړل او وېېويل چې امريکايان او داخلي ملاتړي بهیې په نخښه کوي.