کندهار کې پر پولیسو چاودنې ۱ تن وژلی او ۳ تنه نور یې ټپيان کړي

انځور تزئیني بڼه لري/ ارشیف

د کندهار ښار د ۱۲مې حوزې اړوند د سیمانو په سیمه کې پر پولیسو چاودنه شوې.

د کندهار ولایت ویاند داوود احمدي له ازادي راډیو سره په خبرو کې دغه پېښه تأییدوي او وايي چې دغه چاودنه نن ماښام شااوخوا ۰۸:۰۰ بجې په یوه دُکان کې د کشف شويو چاودېدونکو توکو د خنثی کولو پر مهال پر پولیسو رامنځته شوې ده.

ښاغلي احمدي زیاته کړه چې په دغې چاودنه کې د ۱۲مې حوزې یو پولیس وژل شوی او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د دغې پېښې مسؤلیت تر اوسه چا نه‌دی منلی.