هند په کندهار کې د زراعت او ټکنالوژۍ له ملي پوهنتون سره ژمنې کړي

د هند سفیر په کندهار کې د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ د ملي پوهنتون د معیاري کېدو او له دغه پوهنتون سره د نورو مرستو ژمنه کړې.

د کندهار مطبوعاتي دفتر په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې د افغانستان لپاره د هند نوي سفیر وینا کومار د دوشنبې په ورځ په کندهار کې د زراغتي علومو او ټکنالوژۍ له ملي پوهنتون څخه د لیدنې پر مهال ژمنه کړې چې د دې پوهنتون د معياري کېدو او پراخوالي لپاره به له خپل حکومت سره خبرې وکړي او په دې برخه کې به نورې مرستې هم جلب کړي.

په کندهار کې د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون پنځه کاله مخکې د هند هېواد په ۱۰۰ میلیونه ډالره مالي مرسته پرانیستل شو.

د کندهار مطبوعاتي دفتر زیاتوي چې د کندهار چارواکو د هند له سفیر سره په لیدنه کې د دې هېواد له مرستو مننه کړې.