په باکو کې د ازادي راډیو د اذربایجان د څانګې د استېناف غوښتنه رد شوه

په باکو کې یوې محکمې د ازادي راډیو د اذربایجان د څانګې د استېناف غوښتنه چې د وېب‌پاڼې د تړلو د پرېکړې په وړاندې یې کړې وه، رد کړه.

د اذربایجان دغه اقدام د بشري حقونو ډلو او لوېدیځو هېوادونو غندلی دی.

د باکو کاسیشن محکمې نن دوشنبه فیصله وکړه چې د اطلاعاتو او د لوړې ټکنالوژۍ وزارت هغه فیصله تأییدوي چې دغه وېب‌پاڼه‌یې بنده کړې، دا درسته پرېکړه ده او هغه نه‌بدلېږي.

وېب‌پاڼه په اذربایجان کې د تېر ۲۰۱۷ میلادي کال د مارچ راهیسې د دې هېواد د لویې څارنوالۍ د دفتر په امر چې ویلي یې دي، هغه د کسپین د سمندرګي په غاړه پروت د دې هېواد ملي امنیت له ګواښ سره مخ کړی، بنده کړې ده.

خو د ازادي راډیو عمومي رئیس توماس کېنټ د مې په ۱۲مه ویلي وو چې د دغې وېب‌پاڼې بندېدل د هغه کمپاین یوه برخه ده چې هدف‌یې په دې هېواد کې چې د اوږدې مودې ولسمشر یې د مخالف غږ د اورېدو زیات زغم نه‌لري او هر څه تر سخت کنټرول لاندې دي، د دې راډيو د خبریالانو غلي کول دي.