نا معلومو وسلهوالو د کندهار پر مشهور دیني عالم مولوي عبدالحق خطیب ډزې کړي او هغهيې وژلی دی.
د کندهار د والي ویاند محمد داود احمدي نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چي د موی مبارک د جامع جومات امام مولوي عبدالحق خطیب نن ماسپښین تر جماعت وروسته د ښار په سرپوښ بازار کې د خپل کور مخې ته د نامعلومو وسلهوالو لهخوا په ډزو ویشتل شوی او وژل شوی دی.
د احمدي په وینا، حمله کوونکي له سیمې تښتېدلي او پولیسیې د نیولو په لټه کې دي.
مولوي عبدالحق خطیب له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې د کندهار د موی مبارک د جامع جومات امام و.
نوموړی د کندهار له روشن فکره دیني عالمانو څخه و چې ډېر وخت بهيې په دولتي غونډو کې چارواکو ته د ولس ستونزې بیانولې.
تر اوسه د دې حملې مسؤلیت چا نهدی منلی.