هغه بهرنۍ کمپنۍ چې په ترکمنستان کې فعالیت کوي، د بهرنیو اسعارو د زېرمو د کمېدو له ستونزو څخه شکایت کوي.
په ترکمنستان کې یو شمېر فعال بهرني شرکتونه له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، ځکه نهشي کولای چې د هغو پروژو پیسې ترلاسه کړي چې دوی سرته رسولې دي.
اقتصادي کارپوهان د دې ستونزې علت تر ډېره د منځنۍ اسیا په دې هېواد کې د ګازو د زېرمو له درکه د عوایدو کمېدل ګڼي.
د ترکمنستان د اقتصادي ودې په اړه له رسمي احصائیو پرته چې د منظمې ودې تصویر وړاندې کوي، نورې سرچینې لږې دي، خو د بهرنیو کمپنیو چلوونکي وايي، د مهمو بهرنیو اسعارو کمښت د دولت تر کنټرول لاندې اقتصاد کمزوری کړی.
ترکمنستان چې د نړۍ د طبیعي ګازو د لویو زېرمو د لرلو له کبله څلورم ځای لري، د پروژو قراردادونه بهرنیو او کورنیو کمپنیو ته سپاري، خو ځینې پروژې په ټپه ولاړې دي، ځکه د حکومت د بهرنیو اسعارو سرچینې کمې دي.
د پیسو نړیوال صندوق «IMF» وايي چې ترکمنستان باید یا خپل لګښتونه کم کړي او یا د خپلې پیسې منات ارزښت راکم کړي.
د اوسپنې او ساختماني چارو د یوه ترکي شرکت غړی اوګوژان چاکر اوغلو چې کمپنۍ یې په ترکمنستان کې کار بند کړی، وايي چې د حکومت مالي سرچینې په ختمېدو دي او نوې پروژې خو پرېږده، د تکمیل شویو پروژو پیسې لا نهشي ورکولای.
چاکر اوغلو وايي چې حکومت له تېرو پنځو کلونو راهیسې د دوی له شرکته څو میلیونه ډالره پوروړی دی.
د پولي میکس په نوم بل ترکي شرکت هم چې د ۲،۳ میلیارده ډالرو په ارزښتیې په عشقاباد کې د یو لوی سپین باز په بڼه هوايي ترمینل جوړ کړی، د پلازمېنې عشقاباد او د کسپین سمندرګي تر ترکمن باشي بندر پورې د لویې لارې د رغونې کار درولی دی.
نوموړې کمپنۍ د ترکمنستان له حکومت سره د خپلو اړیکو په اړه له څه ویلو ډډه وکړه او حکومت هم د دې پروژې د کار د بندېدو په اړه څه نهدي ویلي.
د قربانقلي بیردي محمدوف حکومت د دې ستونزې د حل لپاره د اقداماتو په ترڅ کې پر بهرنیو اسعارو تدریجي محدودیت ولګاوه، څو د ضروري پروژو د لګښتونو لپاره د اسعارو زېرمې زیاتې کړي.
له دې سره د منات ارزښت راکم شو، داسې چې د ۲۰۱۶ کال په پیل کې په تور بازار کې د یو ډالر بیه اووه مناته وه، د روان کال په پیل کې د ۱۳ او ۱۵ او اوس د ۱۷ او ۱۸ ترمنځ ده، خو په رسمي راکړو ورکړو کې ډالر په درې نیم مناته بدلېږي.
د ترکمستان ولسمشر
د ترکمنستان حکومت په ۲۰۱۶ کال کې وروسته له هغه له دې ستونزو سره مخامخ شو چې د دې هېواد د ګازو اصلي پېردونکي روسیې د ګازو د بیو پر سر د لانجې او د انرژۍ په نړیوال مارکېټ کې د تغییراتو په پلمه، له دې هېواد سره معاملې فسخه کړې.
چین ته د ګازو صادراتو له روسیې سره د معاملو زیان جبران نهشو کړای.
په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کې د ترکمنستان د ګازو صادرات ۸ یا ۸،۵ میلیارده ډالرو ته راټیټ شول په داسې حال کې چې مخکې له دې د ۱۴ کلونو په ترڅ کې د دې دوه چنده وو.