د کانونو وزارت: د غوري سمنټو د فابریکې د پروژې تړون فسخه شوی

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د غوري سمنټو د فابریکې د پروژې تړون له قراردادي شرکت سره فسخه شوی دی.

دغه وزارت د سمنټو د لومړۍ او دوهمې فابریکې په بیارغونه کې د قرادادي شرکت نه‌پابندي، په یوه شپه او ورځ کې ۱۴۰۰ تنو ته د تولید ظرفیت نه‌لوړول، له وزارت سره له همغږۍ پرته په دوهم او درېيم شرکت د فابریکې پلورل او د ۱۳ میلیونه ډالرو پورونو نه‌تصفیه کول، له دغه شرکت سره د تړون د فسخه کېدو مهم لاملونه په ګوته کوي.

د دغه وزارت سرپرستې نرګس نهان د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۴» په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، دغه شرکت همداراز ژمنه کړې وه چې ۱۵۲ میلیونه ډالر پانګونه به کوي چې بریالی نه‌شو او یوازې ۵۱ میلیونه ډالر پانګونه‌یې کړې چې هغه به هم له څېړنو وروسته معلومه شي.

مېرمن نهان وویل، له افغان انوېسمنټ شرکت سره د تړون د فسخه کېدو پرېکړه تېره ورځ د اقتصاد عالي شورا په ناسته کې وشوه.

نرګس نهان

نوموړې زیاته کړه:

"تېره ورځ موږ خپل راپور بیا هم د اقتصاد عالي شورا ته وړاندې کړ او دغې شورا څو پرېکړې وکړې چې لومړی د پروژې تړون فسخه شو، دوهم هغه مالي امکانات چې لرو باید راکړل شي، هغه منظور شو، څو یو موقت ټيم ایجاد کړو، ترڅو د پروژې مسؤلیت د موقت وخت لپاره واخلو، تر هغه چې پروژه بېرته داوطلبۍ ته وړاندې شي."

د دغه وزارت چارواکي که څه هم د شرکت د مشر نوم نه‌اخلي، خو وايي چې د فابریکې تړون د پخواني حکومت له چارواکي سره شوی و.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرسته وايي، د دغه وزارت قراردادونه به حکومتي چارواکو او ملي شورا غړو ته ورنه‌کړي او په وینا يې، هغه شرکتونه چې قرارداد کوي، باید په خپلو ژمنو ولاړ وي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو پر اساس، د افغان انوېسمنټ شرکت د غوري د سمنټو پروژې تړون په ۱۳۸۶ لمریز کال کې شوی چې تر دې مهاله‌یې ۱۱ کاله کېږي.

د کانونو او پټرولیم وزارت د حقوقي برخې مشر ولي ځدراڼ وايي، له قراردادي شرکت سره د تړون پر اساس باید د مقروضیت جریمه ورکړي.

په همدې حال کې د اقتصادي چارو پوه او د ننګرهار پوهنتون استاد پوهاند محمد بشیر دودیال وايي، د غوري سمنټو د پروژې په برخه کې ستونزه دا ده چې سالم مدیریت موجود نه‌دی.

نوموړي وویل:

"د غوري سمنټو فابریکې په اړه یوه ستونزه کمزوری مدیریت او د قرارداد د ښه سیستم نه‌موجودیت دی، شفاف قراردادونه خپل شفاف تخصص غواړي او قرارداد کوونکي هم جرأت نه‌کوي چې په عاجل ډول اقدامات ترسره کړي."

ښاغلي دودیال د اقتصادي پروژو په وړاندې نا امني یو له ستونزو یادوي او په وینا یې چې پانګه‌وال د دې جرأت نه‌شي کولای چې پر پروژو لویې پانګونې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت له ټولو هغو کسانو چې د کانونو په برخه کې قرارداد کوي، غواړي چې په خپلو ژمنو په ښه توګه عمل وکړي او که نه د غوري سمنټو پروژې د قرارداد د فسخه کېدو له برخلیک سره به مخ شي.

راپور: ناجیه ساپۍ