په کندهار کې د پوليسو له روزنيز مرکزه ۱۱۲ پوليس فارغ شول چې دا د کندهار د پولیسو په روزنیز مرکز کي اومه دوره پولیس دي چې له شپږو میاشتنیو زدهکړو وروسته فارغېږي.
په یاد ولایت کې په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د کندهار د پولیسو د روزنیز مرکز چارواکو وویل چې په دغه پروګرام کې پوليسو ته د خلکو د حقونو، د جنایي جرمونو د پلټنې، تاکتیکي جګړې او عقیدتي چارو په برخه کی زدهکړې ورکول شوې دي.
د کندهار پوليس چارواکي وایي چې سږ کال به د کندهار د پوليسو په روزنیز مرکز کې شااوخوا درې زره تنه پوليس په اختصاصي او اساسي برخو کې وروزي.
د پولیسو د فراغت په دغو مراسمو کې ۱۲ تنو پولیسو ته د دندو د ښې اجرأ له امله د دوهم څارن رتبې هم ورکړل شوې.
چارواکي وایي، پوليس دا مهال د خپلو اصلي دندو پر ځای د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګېږي چې دا کار په ډېرو مواردو کې د هغوی مرګ ژوبله هم زياتوي.