چین د امریکا متحده ایالاتو ته خبرداری ورکړی

چین د امریکا متحده ایالاتو ته خبرداری ورکړی چې که واشنګټن د ګمرکي تعرفو او د سوداګرۍ د نورو اقداماتو ګواښونه عملي کړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ به د سوداګرۍ او تجارت هره نوې معامله اعتبار ونه‎لري.

دغه څرګندونې په هغې اعلامیه کې شوي چې په پیکېنګ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو د دوهم دور په پای کې د چین رسمي خبري اژانس سینخوا د یکشنبې په ورځ خپره کړې ده.

په اعلامیه کې نه‎دي ویل شوي چې ایا د امریکا د تجارت د وزیر ویلبور روز او د چین د مرستیال ولسمشر لیوهي ترمنځ غونډه کې پر کومې احتمالي معاملې موافقه شوې کنه؟

خو په هغې کې په واشنګټن کې د تېرې میاشتې ترسره شویو خبرو ته اشاره شوې چې پیکېنګ د سوداګرۍ په برخه کې یوه جوړجاړي ته چې د امریکایي تولیداتو او خدماتو په پېرلو کې به د پام وړ زیاتوالی راولي، غاړه ایښې وه.

د امریکا متحده ایالاتو ګواښ کړی چې تر ۵۰ میلیارده ډالرو پورې به پر چینایي تولیداتو ګمرګي تعرفې ولګوي او ولسمشر ټرمپ هم د سوداګريزو چارو له استازي رابرټ لایتزر څخه غوښتي چې پر چینایي تولیداتو د ماليې لګولو لپاره د نورو ۱۰۰ میلیارده ډالرو امکانات وڅېړي.