له هلمند ولایت نه د کابل پر لور د سولې کاروان د غزني ولایت قرهباغ ولسوالۍ ته رسېدلی.
د سولې دغه کاروان چې له هلمنده مدني فعالانو او ځوانانو شااوخوا ۲۰ ورځې وړاندې پلی د کابل پر لور پیل کړی اوس د غزني قرهباغ ولسوالۍ ته رسېدلي دی.
د دوی چې لومړی شمېر یې شااوخوا ۱۰ تنه وو، خو کله چې به پر لاره هر ولایت ته رسېده، له تود هرکلي سره مخ کېده، نو شمېر یې اوس لسګونه تنو ته رسېږي.
د دوی غوښتنې دا دي چې دولت او وسلهوال طالبان دې په خپلو منځونو کې سوله وکړي او روانه جګړه دې پای ته ورسوي، ځکه د دوی په خبره چې روانې جګړې ترې هر څه اخیستي دي او نور يې د زغملو توان نهلري.
دغه اعتراض وروسته له هغې پیل شو چې د هلمند ولایت په لښکرګاه کې د لوبو یوه میدان ته څېرمه په یوې انتحاري حمله کې ۱۶ ملکیان ووژل شول.
پهدې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریفالله شرافت پهدې راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سرهیې اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5