په جنوب کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو د مطبوعاتو له څانګې په خپرو شویو جزئياتو کې راغلي چې کمانډو ځواکونو د ارزګان د دهراود ولسوالۍ په انارجوی او ترينکوټ کې عمليات ترسره کړي چې په نتیجه کې يې ۱۹ وسلهوال وژل شوي دي او دوه نور ژوبل دي.
سرچينه وایي، ارزګان کې د افغان ځواکونو په هوايي بريدونو کې د طالبانو درې مرکزونه هم لهمنځه وړل شوي دي.
خبرپاڼه کې د زابل ولایت په دایچوپان ولسوالۍ کې هم د ملي اردو د ځواکونو په عملياتو کې د ۵ وسلهوالو د وژل کېدو خبر ورکول شوی دی.
وسلهوالو تر اوسه د يادو عملياتو په تړاو تبصره نهده کړې.