په اردن کې د زرګونه کسانو مظاهره نن هم دوام لري

په اردن کې د حکومت د سختو اقتصادي پرېکړو له امله د زرګونه کسانو مظاهره نن دوشنبه هم دوام لري.

شااوخوا درې زره مظاهره‎کوونکي د پایتخت عمان سړکونو ته راوتلي او د حکومت د هغې طرحې مخالفت کوي چې له‎مخې يې د ماليې نوی قانون جوړېږي او بیې لوړېږي.

د پیسو نړیوال وجهي صندوق یا «ای. اېم. اېف» بیا د اردن د حکومت له نوې اقتصادي طرحې ملاتړ کړی دی.

اعتراض کوونکي د صدراعظم هاني ملقي د ګوښه کېدو غوښتنه کوي او ګواښ کوي چې تر څو پورې پارلمان ته استول شوې اقتصادي طرحه لغوه شوې نه‎وي، دوی به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي.

په همدې حال کې یوې سرچینې روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې نن د ورځې په وروستیو کې به د اردن پاچا عبدالله دوهم د مظاهره‎چیانو د غصې د کمولو په هدف له صدراعظم وغواړي چې استعفا وکړي.