افغانستان ایران کې پر یوې ماشومې د جنسي تېري د عاملینو پلټنه کوي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په ایران کې په یوې پنځه کلنې افغان ماشومې د ډله‌ییز جنسي تېري د عاملینو جدي پلټنه کوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت‌الله احمد ازادي راډیو ته وویل، په تهران کې افغان سفارت د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته یو مکتوب لېږلی او یو پلاوی به ژر خمیني شهر ته ولېږل شي.

ښاغلي احمدي وویل، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له افغان سفارته غوښتي چې دا موضوع په جدي توګه تعقیب کړي.

دی وايي:

"د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په تهران کې افغان سفیر سره خبرې کړي او د دې موضوع د جدي پلټنې لپاره‌یې امر کړی دی. سفیر به هم دا موضوع په جدي توګه تعقیبوي. دا موضوع به لکه څنګه چې موږ ته ډاډ راکړل شوی د ایران اسلامي جمهوریت د قضائیه قوې او امنیتي چارواکو له‌خوا په جدي توګه تعقیبږي."

تېره اوونۍ د ایران په خمیني شهر کې په یوې پنځه کلنې افغان ماشومې بهاره د جنسي تېري راپور ورکړل شو چې وروسته ایراني چارواکو هم تأیید کړ.

که څه هم ویل کېږي، دا افغان ماشومه ژوندۍ پاتې ده، خو په تېرو دوو کلونو کې د ستایش قریشي او ندا په نوم دوه نورې وړې افغان نجونې تر جنسي تېري وروسته په قتل رسېدلي دي.