په کشمیر کې د پاکستاني پوځ په ډزو کې ۲هندي سرتېري وژل شوي

هندي چارواکي وايي، هندوستان او پاکستان د کنټرول پر کرښه چې د کشمير لانجمنه سيمه سره وېشي، پر يوه او بل ډزې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې دواړه ګاونډي هېوادونه د ٢٠٠٣مېلادي کال د اوربند د موافقې پر عملي کولو سلا شوي وو.

هندي چارواکي وايي نن په دغو ډزو کې د دوى دوه ملېشه سرتېري وژل شوي او لږ تر لږه اووه تنه ملکيان ټپيان شوي دي.

دوى وايي دغه ډزې د پاکستان سرحدي پوځيانو پيل کړې، خو پاکستان سم د لاسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

په اټمي وسلو سمبال دواړه سيال هېوادونه وخت ناوخت يو او بل د ٢٠٠٣مېلادي کال د اوربند له تړون څخه په سرغړونه تورنوي.

د سرحد په دواړو غاړو کې د دوى په ډزو تر ډېره ملکيان او سرتېري وژل کېږي.