د افغانستان دفاع وزارت وايي، په بېلابېلو ولايتونو کې د پوځي عملياتو له کبله د دولت ٣٨ مخالف وسله وال وژل شوي، ٣٣ ټپيان او ۴ تنه نور نيول شوي دي.
دغه وزارت نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه پوځي عمليات په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په ننګرهار، غزني، لوګر، ارزګان، فراه، فارياب، بغلان، تخار، کندز، بدخشان او هلمند ولايتونو کې شوي دي.
د دولت کومې مخالفې ډلې په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.