د بلخ ولايت په فاطمه بلخي لېسه کې د کانکور ازموينې د کارډونو د وېش پر مهال په ټېل ماتېل کې یوه نجلۍ مړه شوې او ٢١ تنه نور ټپيان شول.
په مزار شريف کې د دوولسم ټولګيو زرګونو فارغانو ته د کانکور ازموينې د کارډونو وېش نن پيل شو چې ٣ ورځې به روان وي.
خو په ټېل ماټېل کې يوه نجلۍ مړه شوې او ٢١ تنه نور ټپيان شوي دي.