په ارزګان کې له ۶۵۱ زده کوونکو د کانکور ازموینه واخیستل شوه

د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې له دولسم ټولګي له فارغو ۶۵۱ زده کوونکو نن یکشنبه چې۴۰ یې انجونې وې، د کانکور ازموینه واخیستل شوه.

په دغه ولایت کې د لوړو زده کړو د موسسې مسؤل پوهاند یار اسدالله نور د یادې ازموینې د پیل پرمهال ازادي راډيو ته وویل چې له څوارلسم څخه د فارغو ۱۹۵ تنو څخه هم چې داخل خدمت وو، د کانکوز ازموینه واخیستل شوه.

نوموړی وايي، د ارزګان د لوړو زده کړو موسسه چې د زراعت او تعلیم او تربیې پوهنځي لري چې پکې د ۶۳۰ عمومي او د ۱۳۰ داخل خدمت زده کوونکو د جذب ضرفیت لري.

دا په داسې حال کې ده چې په دغه ولایت کې د روانې جګړې له امله په تېرو دوو کلونو کې لسګونه ښوونځي د زده کوونکو په مخ تړلي وو.