د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن یکشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۳» د شل اووره کرکټ په سیالیو کې د بنګلهدېش د کرکټ له ملي لوبډلې سره مخامخ کېږي.
د شل اوره کرکټ د درېیو سیالیو دا لړۍ په هند کې پېلېږي.
سیالۍ به د هند په دهرادون ښار کې د راجیف ګاندي په نړیوال سټډیوم کې د افغانستان په کوربهتوب پېل شي.
د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائیه رئيس، شفیقالله ستانکزي ازادي راډیو ته وویل چې په هند کې را روانې سیالۍ د افغانستان لپاره ځکه مهمې دي چې باید د څلور اووره کرکټ د نړیوال جام په دوهم پړاو کې د ګډون لپاره د روان میلادي کال تر پایه، د نړۍ په اتو غوره لوبډلو کې خپل ځای وساتي.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې غړو د دې سیالیو لپاره د تیاري لپاره ۴۰ ورځې په هند کې تمرین کاوه.
د افغانستان کرکټ بورډ همدا راز پرون شنبې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۲» اعلان وکړ چې بيټسمن، حضرت ځاځی یې لهدې امله چې له بنګلهدېش سره په تمریني مسابقه کې یې ښه لوبه کړې وه، د افغانستان ټیم ته چې نن به د بنګلهدېش سره په مسابقه کې ګډون کوي ور اضافه کړی دی.
کرکټ بورډ پر ټوېټر وویل چې حضرت ځاځي د دې ادارې د غوراوي کمېټې په ځانګړي سپارښتنه، د افغانستان ننني ټيم ته ور ګډ شوی دی.