د سوریې د بهرنیو چارو وزیر، ولید المعلم وايي چې ایران په هغه هېواد کې هېڅ پوځي اډه نهلري.
المعلم پرون شنبې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۲» خبریالانو ته وویل چې د ایران پوځي سلاکاران د سوریې د حکومت په بلنه، د سوریې د حکومتي ځواکونو په لیکو کې دنده ترسره کوي.
د اسرائيل حکومت په مکرر ډول په سوریه کې د ایران د دایمي حضور پر ضد خبرداری ورکړی دی.
خو د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د اسرائيل ادعاوې حقیقت نهلري او غواړي چې خپل رقیب، ایران پهدې ډول تر فشار لاندې کړي.
ولید المعلم زیاته کړه:
"د اسرائیل ادعاوې دروغ دي، حتی هوايي حملې او د سوریې پر پوځي مرکزونو حملې چې قربانیان یې زموږ د دفاعي ځواکونو غړي وو. نو زه درته وایم چې د ایران د حضور په اړه د اسرائيل او غربي رسنیو ادعا حقیقت نهلري. لکه څرنګه چې ما وویل، ایران د سوریې د حکومت په بلنه دلته راغلی او حضور یې قانوني دی."
په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم د مخالفو وسلهوالو پر ضد په جګړه کې د څو ایراني عسکرو او منصبدارو د وژل کېدو رپوټونه خپاره شوي دي.
اسرائیل په مې میاشت کې وویل چې د ګولان په لوړو کې د اسرائيل پر اډو د ایران له لوري د یوې راکټي حملې په ځواب کې يې هوايي حملې کړي دي.