د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ د شل اوره سریز لومړۍ سیالي سبا یکشنبه کېږي

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم سبا یکشنبه په هند کې د بنګله دېش له ملي ټیم سره د شل اوریزو سیالیو د سیریز لومړۍ سیالي کوي.

دا شل اوریزه سیالي د درېیو لوبو د لړۍ لومړنۍ ده چې دوه نورې به يې د راتلونکې سې شنبه او پنجشنبې په ورځو کې کېږي.

د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د درېیو شل اوریزو لوبو دا لړۍ د هند په دهرادون ښار کې د شپې له خوا کېږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائیوي رئیس شفیق الله ستانکزي ازادي راډیو ته وویل، له بنګله دیش سره ددې سیالیو ګټل په نړیواله سطحه د کرکټ د اتم غوره ټیم په توګه د پاتې کېدلو او د شل اوریزو لوبو د راتلونکي جام د مسابقو دوهم پړاو ته د تللو لپاره خورا مهم دي.

شفیق الله ستانکزی

دی وایي:

"ددې سیالو ګټل زمونږ لپاره ډېر مهم دي، مونږ دا مهال په نړیواله سطحه په اتم ځای کې یوو، په اتو غوره هېوادونو کې یوو، ددې لوبو ګټل زمونږ ځای نور هم پیاوړی او پایداره کوي، د روان کال د ډسمبر تر ۳۱مې د افغانستان ملي ټیم باید په اتم مقام کې پاتې شي، څو وکولای شو، د شل اوریزو سیالیو په راتلونکي نړیوال جام کې په مستقیم ډول دوهم پړاو ته ووځو."

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم له شااوخوا ۴۰ ورځو راپدېخوا په هند کې تمرینونه کوي او د بیټینګ،بالینګ، او فیلډینګ په برخو کې روزنه ترلاسه کوي.

د افغانستان د کرکټ ملي تیم به د روانې جون میاشت په ۱۴مه له هند سره خپله لومړنۍ ټیسټ سیالي پیلوي.