چارواکي: د کندز په دشت ارچي کې دوه طالب قوماندان وژل شوي

د کندز په دشت ارچې ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو یو شمېر مهم کسان وژل شوي دي.

د دغه ولایت سیمه چارواکي د دې ولایت په دشت ارچې ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو د یوشمېر مهمو کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د کندز د والي ویاند نعمت الله تیموري نن شنبې ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د دغه ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو پر یوه پټن ځای عملیات ترسره کړي چې په نتیجه کې د وسله والو مخالفینو دوه تنه مهم کسان وژل شوي او یو بل یې شدید ټپي شو دی.

د ښاغلي تیموري په وینا چې دغه عملیات د نوموړي ولسوالۍ په شهروان سیمې کې ترسره شوي او پرمهال یې یو تن وسله وال طالب د یو میل کلاشینکوف سره ژوندی نیول شوی دی او د وسله والو مخالفانو یو پټن ځای هم له منځه وړل شوی دی.

هغه زیاتوي چې په دغه شپنیو عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي خلکو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

تراوسه پورې وسله والو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي.