برمک: پر کورنیو چارو وزارت د حملې په اړه سپناوی روان دی

د لانګ وار ژورنال خپرونې د افغانستان په اړه یوه مقاله لیکلې ده چې عنوان یې دی، اسلامي دولت ډلې د کابل د برید د یوې لس کسیزه مسؤلې ډلې عکس خپور کړی دی.

دا عکس هغو بریدګرو ته نسبت ورکړل شوی چې د چهارشنبې په ورځ یې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په دفترونو برید وکړ.

خپرونې له دې برید وروسته په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت د عمومي قوماندان جنرال جان نېکلس څرګندونو ته اشاره کړې ده.

په یوه خبري کنفرانس کې هغه ویلي چې د ده په باور دا حمله د طالبانو او حقاني شبکې وه.

خو ویې ویل چې په دې اړه د معلوماتو په څېړلو بوخت دي.

د دې مقالې لیکوال دا هم ویلي چې که چېرته دا د بریدګرو اصلي عکس وي څېړنې ناسمې دي او د لیکوال په باور دا برید د ابوبکرالبغدادي پلویانو کړی دی.

اخوا د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک د جمعې په ورځ له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې پر کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې ورځې د برید په اړه وویل چې د پېښې د څرنګوالي سپیناوی روان دی.

برمک زیاته کړه چې باید دا وپلټل شي چې: "د بریدګرو موټر له کومو لارو راغلي دي؟ ایا د کابل په ښار کې دننه په شخصي کورونو کې چې تروریستان پکې پاتې ساتل شوي ساتل کېږي یا ترې وتلي او یا له بېلابېلو لارو ښار ته رادننه شوي دي."

اخوا د کابل امنیه قوماندان جنرال داوود امین وايي کوم موټر چې بریدګرو کارولي، اسناد یې نه درلودل او د پېژندلو لپاره یې څېړنې روانې دي.

د جینز ډیفنس:

د جینز ډیفنس انلاین خپرونې په هلمند کې د طالبانو په یوه مرکز د امریکاي پوځیانو د وروستۍ حملې په اړه لیکلي دي.

د مقالې عنوان دی چې د غوڅ ملاتړ ماموریت وايي، څه باندې اویا طالب مشران په افغانستان کې په کره بریدونو کې وژل شوي دي.

په دوام کې راغلي چې دا بریدونه د مې په میاشت کې ترسره شوي دي.

جینز ډیفنس د غوڅ ملاتړ د ماموریت په حواله لیکلي چې دا په دولسو وروستیو میاشتو کې د طالبانو مشرانو ته تر ټولو لویه ضربه وه.

نیوزویک مجلې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت او امریکایي ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن وروستیو څرګندونو ته اشاره کړې ده.

جنرال نېکلسن تازه د افغان حکومت او ځینو طالبانو مشرانو له پټو خبرو پرده پورته کړه.

هغه همداراز ویلي چې نړیوال سازمانونه او بهرني حکومتونه هم په دې خبرو کې شریک دي.

اخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جنرال نېکلسن دا خبرې رد کړي دي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د فبروري په اته ویشتمه طالبانو ته له قید او شرط پرته د سولې وړاندیز وکړ، خو طالبان پرته له دې چې ځواب ورکړي د اپریل په وروستیو کې د خندق په نوم پسرلني عملیات پيل کړل او ویې ویل چې امریکایان او د هغوی کورني پلویان به هدف وګرځوي.

راپور: صفي الله ستانکزی