د امریکا د حکومت هغه اعلان چې د اروپايي ټولنې د هېوادونو، کاناډا او مکسیکو د فولادو او المونیم پر وارداتو یې ګمرکي تعرفه لګولې ده، سخت نړیوال غبرګونونه پارولي دي.
متحدایالاتو د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو، کاناډا او مکسیکو د المونیم او فولادو پر وارداتو د معافیت په ختمولو سره له خپلو یوشمېر متحدانو سره تجارتي جګړې ته لاره پرانیستله.
د امریکا د سوداګرۍ وزیر ویلبور راس پرون اعلان وکړ چې د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو، کاناډا او مکسیکو څخه امریکا ته د المونیم او فولادو پر صادراتو په سلو کې ۲۵ تعرفه سر له نن جمعې ورځې څخه نافذه ده.
راس وویل، هیله ده چې په دې اړه له کاناډا، مکسیکو او اروپايي کمېسیون سره خبرې به دوام وکړي، ځکه د ده په وینا، یو لړ مسئلې شته چې باید حل شي.
خو د فرانسې ولسمشر له واشنګټن سره د خبرو وړاندیز رد کړ.
ایمانوئل مکرون
ایمانوئل مکرون وویل، د امریکا د متحدانو پر تولیداتو د تعرفې د لګولو په اړه د ولسمشر ټرمپ پرېکړه د هر راز خبرو ور بندوي.
مکرون د واشنګټن دا اقدام ناسم وباله او ویې ویل چې په دې اړه به له ولسمشر ټرمپ سره ټيليفوني خبرې وکړي.
د فرانسې د مالیې وزیر برونو لومایر وویل چې د ډونالد ټرمپ په مشرۍ د امریکا حکومت د نړیوالې سوداګرۍ په برخه کې د کوبای فلمونو په څېر رول لوبوي.
لومایر وویل چې د امریکا له خوا وضع شوې تعرفې د نړیوالې سوداګرۍ لپاره خورا زیاتې خطرناکې دي، ځکه د ده په وینا، تجارتي جګړه به د ټولې نړۍ اقتصادي پرمختګ زیانمن کړي.
د واشنګټن د دې اقدام منتقدین وايي، امریکا په داسې یو حالت کې خپل لوېدیځ متحدان له ځانه لېرې کوي چې د شمالي کوریا د اټمي وسلو د پروګرام د له منځه وړلو او د منځني ختیځ د ثبات په څېر په ګڼ شمېر نړیوالو مسایلو کې د خپلو متحدانو ملاتړ ته اړتیا لري.
د اروپايي ټولنې د سوداګرۍ کمېشنرې سیسیلیا مالمسټروم پرون وویل، اروپايي ټولنه چمتو ده چې د واشنګټن د اقدام په ځواب کې د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې دعوه پیل کړي.
بريتانیا هم د دې اعلان په وړاندې چټک غبرګون وښود.
د بريتانیا د حکومت یوه ویاند وویل، لندن له دې کبله خپل سخت خپګان څرګندوي.
ویاند زیاته کړه چې بريتانیا او اروپايي ټولنه د امریکا متحدان دي او باید د تل لپاره له ګمرکي تعرفو معاف وي.
د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل وویل چې اروپايي ټولنه به په هوښیارۍ سره د دې اقدام په وړاندې ګډ ځواب ورکړي.
انګیلا مېرکل
مېرکل وویل، اروپايي ټولنې واشنګټن ته دا خبره په ډاګه کړې چې دا اقدام د سوداګرۍ د نړیوال سازمان له اصولو او مقرراتو سره سمون نه لري.
د مکسیکو حکومت د امریکا د اقدام په وړاندې ځوابي اقدامات اعلان کړي او ویلي یې دي چې د متحدایالاتو پر ځینو تجارتي تولیداتو به یوه مناسبه تعرفه وضع کړي او د کاناډا صدراعظم جوسټین ټروډو ویلي دي چې د امریکا دا اقدام د منلو وړ نه دی.
ښاغلي ټروډو پرون وویل چې کاناډا به د امریکا په وړاندې خپل ځوابي اقدامات ډېر ژر اعلان کړي.