د پاکستان پخواني قاضي القضات ناصر الملک نن جمعه ددې هېواد د سرپرست صدراعظم په توګه لوړه وکړه.
د پاکستان د ملکي حکومت قانوني موده نن پایته ورسېده.
د پاکستان په تاریخ کې دا دوهم ځل دی چې ملکي حکومت خپله پنځه کلنه دوره بشپړوي.
د پاکستان د اساسي قانون له مخې، تر راتلونکو ۶۰ ورځو پورې به په دې هېواد کې نوي پارلماني انتخابات کېږي.
د پاکستان د نېږدې ۷۰ کلن تاریخ نیمايي د پوځ تر واکمنۍ لاندې تېر شوی او د ۱۵ملکي حکومتونو مشران مخکې تر دې چې خپله قانوني موده پوره کړي، له واکه لېرې کړای شوي دي.