ځایي چارواکي وایي چې د هرات پولیسو ۱۳ کسان د نشهيي موادو د قاچاق په تور ونیول.
د هرات ولایت امنیه قوماندان امینالله امرخېل رسنیو ته وویل، دا ۱۳ کسان د هرات د هوايي ډګر پولیسو او نشهيي موادو سره د مبارزې مدیریت په ګډو عملیاتو کې نیولي چې غوښتليې د هیروئينو ۷۳۸ کپسولونه په خپلو خېټو کې هند ته قاچاق کړي.
نوموړي وویل:
"د پولیسو له عملیاتو سره قاچاق کوونکي هم د قاچاق لارو چارو ته بدلون ورکوي، د قاچاق کوونکو وروستۍ طریقه په خېټو کې د نشهيي موادو انتقال دی، په بېلابېلو وسايلو، بکسونو، کامرو او ان د مربا او رُبو په سر پټو قطیو کې نیول شوي دي."
له دې ۱۳ کسانو سره ۸ کېلو ګرامه نشهيي مواد نیول شوي دي.
د هرات پولیسو د روان لمریز کال له پیل څخه بيا تر اوسه ۴۸ کسان نیولي او عدلي او قضايي مرکز تهيې سپارلي دي.
په دې موادو کې تر ۳۷۵ کېلو ګرامو ډېر نشهيي مواد یې په هېواد کې دننه او بهر قاچاق کول.