په فراه ولایت کې یو ایرانی د ۲۹ کېلو ګرامو نشهيي موادو د قاچاق پر مهال ونیول شو.
د فراه د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، یو ایرانی چې غوښتلیې ۲۹ کېلو ګرامه نشهيي مواد ایران ته قاچاق کړي، د ابو نصر فراهي له سیمې څخه تېرېده چې پولیسو د تلاشۍ پر مهال ونيو.
په نیول شویو موادو کې ۲۸ کېلو ګرامه کرسټال او ۹۴۰ ګرامه تریاک شامل دي چې د اوبو په بوتلونو کې ځای پر ځای شوي او غوښتليې چې د ټانکر په وسيلهيې انتقال کړي.
د یادونې وړ ده چې ایرانی ټانکر چلوونکی نیول شوی او له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته سپارل شوی دی.