د اسرائیل دفاع وزیر له خپل روسي سیال سره د ایران په اړه غږېدلی

د اسرائیل دفاع وزیر اویګدور لیبرمن پرون په مسکو کې له خپل روسي سیال سره په سوریه کې د ایران د نفوذ او پوځي حضور په اړه خبرې وکړې.

د لیبرمن او سرګي شویګو ترمنځ تر یو نیم ساعته کتنې وروسته د اسرائیل دفاع وزیر وویل، دواړو وزیرانو په سوریه کې د ایران د پوځي حضور او فعالیتونو په اړه بحث وکړ.

اسرائیل وايي، د خپل امنیت د اړتیا په ځانګړي ډول، د شمالي پولو په اړه د روسيې درک ستايي.

د سوريې حکومت ویلي، هڅه کوي چې له وسله والو یاغیانو هغه سیمې بېرته ونیسي چې له اسرائیل سره پر پوله پرتې دي.

اسرائیل دې خبرې اندیښمن کړی او وېره لري چې پولو ته نېږدې به يې حزب الله او نورې ایراني پلوه ملېشې ځای پر ځای شي.

اسرائیل وايي، ایران ته به اجازه ورنه کړي چې په سوریه کې دغه شان پوځي حضور ولري.