نورالرحمان لېوال: پښتو ورځ د پښتنو یوه کولتوري ورځ ده

د ازادي راډيويي مجلې د دې اوونۍ په ګڼه کې مو د فرهنګي خبرونو تر څنګ په پښتني ټولنه کې د دسمال په کولتوري ارزښت یو هنري راپور برابر کړی.

په هنر جاج کې نورالرحمان لېوال د پښتو ورځې په ارزښت او ټاکنې غږېدلی.

په فنکار برخه کې فراه ته تللي یوو او هلته د شاعر او لیکوال عبدالرحمان ژوندي سره د هغه په فن خبرې کوو.

په زرپاڼه کې به لنډه کیسه (خیرن توپ او بریاوې) واوروئ.

په ادب جام کې به د پښتو ژبې د لومړني نیمه ازاد نظم لیکوال ملکیار هوتک د ژوند احوال واخلو.

او په وریښمین خیال کې به د کک او زرینې منظومې درېیم سرود واورئ.
جوړوونکی: پوهنیار محبوب شاه محبوب

د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

ازادي راډيویي مجله