دطالبانو له زندانه خوشې شوي کسان کیسې کوي!

د پنجشنبې په ماښام افغان ځانګړو ځواکونو د هلمند د کجکي ولسوالۍ په مربوطاتو کي دطالبانو له یوه زندانه ۱۰۵ تنه چې ۵ يې ښځې دي، راخوشې کړل.

په ۲۱۵ میوند قول اردو کي د خنجر په نوم د ځانګړو ځواکونو مسؤلین وايي، زندانیان په داسې سیمو کې چې هېڅ ډول اسانتیاوې يې نه درلودلې، ساتل کېدل.

وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو د دغې عملیاتو په غبرګون کې ویلي چې خوشې کړل شوي کسان ټول مجرمین دي او تر عدلي تعقیب لاندې وو.

په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال الیاس داعي په راپور کې اورېدای شئ.

د دې راپور د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د هلمند راپور