د هلمند د ګرشک ولسوالۍ ودانۍ ته څېرمه موټر بم حمله شوې

د هلمند د ګرشک ولسوالۍ ودانۍ ته څېرمه د موټر بم حمله شوې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي، بریدګر غوښتل د موټر سره د ولسوالۍ ودانۍ ته ننوځي، خو د امنیتي سرتېرو له‌خوا یې مخه نیول شوې ده.

عمر ځواک ازادي راډیو ته وویل چې په پېښه کې درې ملي پولیس سطحي ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دې برید پړه چا په غاړه نه‌ده اخیستې.